ایکنا- په قرآن کریم کې خداوند متعال فرمائي؛ «وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ؛ او مځکه د خلکو[ژوند] لپاره پنځول شوې ده(الرحمن: 10) او په یوه بل ځاي کې فرمائي؛ «هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا؛ هغه هماغه دی چي ټول هغه څه چې پر مځکې موجود دي د تاسو لپاره پنځول شوي دي(بقره سوره=29 ) : پر دې اساس طبیعی شتمنئ او خزانې، هغه که ویستلو ته اړتیا ولري او که نه،په اصل کې دټولنې د ټولو وګړو حق دی.
په روایتونو کې هم ځیني شتمنئ او خزانې او سرچینې د مشترکاتو او مباحاتو په توګه ذکر شوي دي. د رسول اکرم (ص) په یوه روایت کې لولوو؛ خلک په درو شیانو کې له یوه سره شریک دي، اوبه ،اور او ګټې) ظاهرا په غَلو باندې د زکوات وضع کیدا یو حکمت دا دی چې دغه غلې اوبو ته اړتیا لري او اوبه هم له مشترکاتو څخه دي او لکه څنګه چې ددغو غَلو تولیدونکی له دغه مشترک عنصره استفاده کوي، هغه چا ته چې له دغه عنصره د استفادې قدرت نه لري، یوه ونډه ورکړي.
د ذاریات سورې پر نولسم آیت () کې د شتمنو په اموالو او شتمنئ او خزانې کې د محرومو او اړمندو پر معلوم حق سربیره، د شتمنو په مالونو کې د بې وځله کسانو د شریکیدا تعبیر په ځینو حدیثونو کې هم راغلی دی. د مومنانو امیر (ع) مسلمانانو ته دستور او فرمان ورکوي چې بې وځله او محروم مسلمانان په ژوند کې له ځان سره شریک کړي. معلومه ده چې په شراکت کې هردواړه لوري د اړتیا وړ شي څخه د یوه بل د رضایت ا و د حق ساتل ئې په نظر کې په نیولو سره ورڅخه استفاده کولی شي. د مشارکت تعبیر ، دغه اصل هم تثبیتوي چې بې څوکه کسان د شتمنو( د شریکانو په شان ) په مال او دولت کې حق لري. که شتمن د خپلو مال او دولت څخه یوه برخه بې وسه ته ورکړي، نو په حقیقت کې ئې د هغه ونډه او حق ورکړی ددی. اسلامی تعلیمات او دریځونه، دا د ټولنیزې مرستې او تعاون او لاسنیوي ژوروالی او خوندیتوب روښانه کوي.